سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه پرون مازدیګر  په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
له اجنډا سره سم د عدلیې وزیر د تيلو او ګازو (هایدروکاربنونو) قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دا طرحه په ۹ څپرکو او ۸۷ مادو کې د زېرمو د ادارې او کنټرول او د تيلو او ګازو عملیاتو اړوند چارو د تنظیم، د زېرمو د ساتنې او له هغو څخه د اغيزمنې ګټې اخیستنې، د تيلو او ګازو په برخه کې د خصوصي تشثبتاتو د پانګونې زمېنې د برابرولو او په دې برخه کې د پانګه والو د جلبولو په موخه ترتیب شوې ده چې تائید شوه.
وروسته ده د لوړ پوړو ، دولتي مقاماتو او کارکوونکو د اشاعې او شتمنۍ د ثبت قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دغه طرحه د عدلیې وزارت د قانون جوړولو چارو او علمي څېړنو په انسټیټیوټ کې له تدقیق وروسته په ۳ څپرکو او ۱۶ مادو کې بشپړه شوې ده.
د عدلیې وزیر زیاته کړه ، د دغې طرحې موخه د اشاعې سیستم  رامنځته کول، د لوړ پوړو دولتي مقاماتو او کارکوونکو د شتمنیو ثبت او ارزونه، له وظیفوي صلاحیت څخه دناوړې ګټې اخیستنې او د لوړپوړو  دولتي مقاماتو او دولتي کارکوونکو د ناقانونه شتمنیو د زیاتوالي د تشخیص زمینه برابرول او په عامه شتمنیو د مزوچړچو مخنیوی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې دغه قانون په پرنسیپ کې تائید کړ، د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د عدلیې او مالیې وزارتونه موظف شول چې د دولتي مقاماتو او کارکوونکو د شتمنیو د ثبت مسوولیت د جمهوري ریاست د چارو اداري عمومي ریاست ته تسجیل او دغه قانون د غونډې د نظریاتو مطابق تصحیح اوبشپړ کړي.
وروسته د عدلیې وزیر د پلټنې عالي ادارې قانون د ځینو مادو د زیاتولو او تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه چې د تعدیل دغه طرحه د عدلیې وزارت دقانون جوړولودچارو او د علمي څېړنوپه انسټیټیوټ کې له اړوندو بنسټونو سره په ګډه بشپړه شوې ده.
کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د عدلیې او مالیې وزیران موظف کړل چې د پلټنې عالي ادارې قانون د غونډې له یادونې سره سم د ادارې د نامه په بدلولو سره اصلاح او بشپړ کړي.
د غونډې په دوام د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارود قانون طرحه د عدلیې وزیر غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه، دا طرحه په ۹ څپرکو او ۹۱ مادو کې ترتیب شوې چې د قانون جوړولو چارو او علمي – حقوقي انسټیټیوټ کې تدقیق او بشپړه شوې ده او  موخه یې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د  نظامي تشکیلاتو لرونکو ټولو  وزارتونو او ادارو د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو تنظیم تشکیلوي.
کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د دغه قانون طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه، د عدلیې، ملي دفاع اود کورنیو چارو وزیران یې موظف کړل چې دغه قانون د غونډې له یادونې سره سم اصلاح او بشپړ کړي.
د غونډې په پای کې د عدلیې وزیر د نښانونو او مډالونو (علامه ) قانون د ۷ ګنې ضمیمې طرحه د علامه فیض محمدکاتب دولتي مډال د وضع کولو په اړه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه وویل د دغې طرحې موخه د وطن ساتنې، د سولې او امنیت تامین او په ټولنیزو، فرهنګي، روزنیزو، علمي، څېړنیزو او حقوقي برخو کې د ټولو ملکي وګړو د هغو بارزو  خدمتونو قدرداني ده  چې خپله وړتیا یې په کې ښودلې وي.
دغه راز د عدلیې وزیر د پورته یاد شوي قانون د ۸ ګڼې  ضمیمې طرحه د اساسي قانون دولتي مډال د وضع کولو په اړه چې د ملکي او نظامي اشخاصو د بارزو خدماتو د ستاينې په موخه د قانون د حاکمیت او په حقوقي، تقنیني، عدلي، قضایي، فرهنګي، د عدالت د تامین او د ملي ارزښتونو د ساتنې برخو کې په ټولو خدماتو کې خپله ځانګړې وړتیا او شایستګي ښودلې وي، ترتیب شوې ده، هم غونډې ته وړاندې کړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د نښانونو او مډالونو قانون (۷ او ۸) ګڼه ضمیمې تائید کړې او دعدلیې وزارت یې موظف کړ چې د هغو د پړاوونو په بشپړولو اقدام وکړي. #ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته