
-کابل باختر د وري اتمه :
دکندز _ تخار په لويه لاره کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله يوتن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه د چشمه بنګي په ساحه کې د دوو کرولا ډوله موټرو دټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
ده ددغه پيښې علت دموټر چلوونکى ګړنديتوب او بې پروايي او ددوى له خوا د ترافيکي قواعدو نه رعايتول وبلل .