امنیت

په جبل السراج کې دکريم اقا خان دخيريه بانک په نمايندګى دطالبانو راکتي بريد .

-کابل باختر د وري  اتمه :
وسله والو طالبانو  د پروان ولايت  دجبل السراج په ولسوالۍ کې دکريم اغاخان بانک  په نمايندګى  راکتي بريد وکړ .
  دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند  محمد عالم  مخلص  باختراژانس ته وويل چې  وسله والو طالبانو  تيره شپه  په جبل السراج کې  دکريم اقا خان بانک  په نمايندګى  راکتي بريد وکړ .
  ده وويل  چې توغول شوي توغندى په دغه بانک  نه دي لګيدلي او دهغه تر څنګ  دخياطۍ  په يوه دوکان لګيدلى دى .
  امنيتي مامورانو  دپيښې دځاى  له څيړنې او پلټنې وروسته  ، ديوسړى  مړى  کشف  کړل .
تراوسه پورې  روښانه نه ده چې ايا  دغه سړى  په دې راکتي بريد کې  وژل شوى دى  اويا  مړينه يې  کومه بله  انګيزه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته