امنیت

په شمال او شمال ختيځ زون کې يوولس تروريست طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
يوولس تنه تروريست طالبان دشمال او شمال ختيځ زون په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونو سره دجګړو په بهير کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهيواد دسولې او ثبات د دښمنانو دله منځه وړلو او دامنيت دتامينولو په موخه د امنيتي او دفاعي ځواکونو دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ دقرلق په کلي کې دجګړې په بهير کې يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل اولس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دميرزاجان په مشرۍ د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين له يوه ار – پي – جي -٧ توغندي ويشتونکي، يوې پيکا، يوه کلاشينکوف او څلورو موټر سايکلونو سره په سرپل ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته