امنیت

په بدخشان کې دپنځو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

 فيض  آباد باختر دلړم دمياشتې ٤ نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون  د بدخشان ولايت په ارغنچواه ولسوالۍ کې         ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول  جګړن نصرت الله جمشيدي باختر  آژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان  ددغه ولايت دارغنچواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې  له افغان پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې ؛  د ملي اردو په هغو ځانګړو عملياتو کې چېد کندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ په  دفتاني کلي کې ترسره شول په نتيجه کې يې يو تن مشکوک کس ونيول شو.
دغه راز  دافغان ځواکونو يو رنجر موټر چې  دوسله والو طالبانو په واک کې و دتخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې له منځه  لاړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته