امنیت

په بدخشان کې دافغان ځواکونو په عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د کب  دولسمه :
دافغان ځواکونو په هغو چاڼيزوعملياتو کې چې نن دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول لس تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول
دبدخشان دوالي وياند احمد نويد بشارت  په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دسيمې دخلکو په همکارۍ او ملاتړ دوسله  والوطالبانو له شتون  څخه دبهارک  ولسوالۍ دپاکولو په موخه  ترسره شول پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  لس تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول .
دبشارت دڅرګندونوله مخې: په دغو عملياتو کې دتوغندي ويشتوونکي په ګډون ددښمن يوه اندازه وسله په عمليات کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي
  دبدخشان دوالي وياند په بهارک  ولسوالۍ کې دطالبانو دځپلو په کار کې له امنيتي  ځواکونوسره دسيمې دخلکو ملاتړ ډير ګټور وباله اوزياته يي کړه چې همدا اوس ددښمن ځواکونه له ولسوالۍ څخه شړل شوي او لوړو ساحو ته  تښتيدلي دي
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په لوړو ساحو کې په طالبانو دبريد په موخه دافغان ځواکونو هوايي بريدونه دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته