امنیت

طالبانو دپوليسو ديوه افسر ميرمن ووژله

کابل – باختر دلړم شلمه
وسله والو طالبانو يوه ميرمن په دې جرم چې دپوليسو ديو افسر ميرمن وه په خپل کورکې ووژله.
دبدخشان دوالي ويندوى عبدالمعروف راسخ باختر آژانس ته وويل: دغه ميرمن په دې جرم چې دپوليسو ديو افسر ميرمن وه دطالبانو له خوا دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې وژل شوې ده. د ده څرګندونو له مخې وسله والو طالبانو دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې دامنيې قوماندانۍ ديو افسر په کور بريد وکړ او دهغه ميرمن يې ووژله.
څه موده مخکې هم وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې ددغه ولايت دپوليسو ديو منسوب دوه تنه بچيان په ډزو سره وژلي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته