امنیت

په هلمند کې د زده کوونکو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۰ مه
په هلمند ولایت کې د ټولو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې.
فرهاد داوري چې د دغو سياليو چارې يې سمبالولې د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې له دغو سيالیو څخه يې موخه د زده کوونکو د ظرفیت لوړول او هڅول دي.
هغه وویل چې له پايلو وروسته به د دغو سيالیو غوره زده کوونکو ته په خصوصي بنسټونو کې د وړيا زده کړو زمينه هم برابره شي.
په ورته وخت کې د هلمند ولایت والي حيات الله حیات وویل چې د دغې پروسې په پيلېدلو سره په زده کوونکي خوځښت راغلی دی.
والي زياته کړه، که ځوانان او زده کوونکي په دغه ډول پروګرامونو سره وروزل شي او پر وړتياو يې کار وشي ، نو هېواد به مو د ثبات، پرمختګ او ارامۍ خواته لاړ شي.
دغه سيالۍ چې د کامل ستوري تر نامه لاندې هر کال په هلمند ولایت کې د ملي سوداګر هارون پوپل له لوري د ټولو لېسو د زده کوونکو ترمنځ پر لار اچول کېږي سږ کال  په کې د شهيد انجينر عبدالمتین عالي لېسې لومړی مقام خپل کړ.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته