امنیت

ګډو افغان ځواکونو په بغلان کې چاڼیز عملیات پیل کړل

 کابل/دتلې۲۵مه/باختر
ګډو افغان ځواکونو تېره شپه په بغلان کې د وسله والو د ځپلو په موخه له درېیو خواو څخه چاڼیز عملیات پیل کړل.
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې عملیات د ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او د کیله ګي له لوروڅخه د وسله والو د ځپلو په موخه پیل شول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه عملیات به تر هغو دوام وکړي، ترڅو چې بغلان په بشپړ ډول د ډار اچوونکو له شتون څخه نه وي پاک شوی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته