سیاست

جمهور ریېس غني د اوبو د کموالي او د مالدارانو ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر لازمې لارښوونې وکړې

کابل باختر د وري دمياشتې ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هرات، بادغیس، جوزجان او فاریاب ولایتونو د یو شمېر  مشرانو،مخورو او د کوچیانو له استازو سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
د جمهور ريېس د وياتد دفتر باختر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د دې غونډې په پیل کې د نورو په استازیتوب منورشاه بهادري له جمهور ریېس څخه له دې امله چې د خلکو استازي یې خپل حضور ته ومنل او د هغوی غوښتنې اوري، مننه وکړه، هغه د دغو ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوچیانو او مالدارانو ستونزې له جمهور ریېس سره شریکې  کړې.
وروسته دستګيري د هرات، حاجي جمعه سعیدبای د اندخوی، حاجي رنګین خان د بادغیس، نظرمحمد اسحاقزي د فاریاب، شیرمحمد نور د جوزجان او محمدعارف نورزي د کوچیانو په استازيتوب خبرې وکړې.
دوی په یادو ولایتونو کې د څارویو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بدیلې لار د لټولو، د خوراکي توکو د بېړني او عادلانه وېش، د اوبو د زېرمو لپاره د مناسبو ځایونو د جوړولو،  له غاصبینو څخه د څړځایونو د خوندي کولو، دبادغیس ټولو ولسوالیو ته د ولسي تړون پروګرام د پراخولو، بازارموندنې، کوچیانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، په ټاکنو کې د ګډون په خاطر دوی ته د پېژند پاڼو د وېش په خاطر د ځانګړو اقداماتو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهور ریېس سره شریک کړل.
د هېواد جمهور ریېس د دغو ویناوالو د خبرو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته دوی ته د هرکلي ترڅنګ  وویل، د وچکالۍ ستونزې ته د رسیدو په خاطر  یې د کرنې وزارت ته لازمې لارښوونې کړي دي.
هغه زیاته کړه، زه به په نږدې وخت کې د ترکمنستان د جمهور ریېس سره د مالدارۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه  خبرې وکړم .
محمداشرف غني څرګنده کړه، په هېواد کې د څړځای ستونزه د ۱۱ میاشتو لپاره ده او باید د دې ستونزې د اساسي حل په خاطر اقدامات وشي، هغه د هېواد له مالدارانو وغوښتل چې په  دې برخه کې دې خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
جمهور ریېس غني د اوبو ستونزې د بیړني حل په خاطراړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه دې له ارزونې وروسته عاجله طرحه جوړه او له ده سره دې شریکه کړي.
جمهور ریېس غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد د ټولو قول اردوګانو لپاره دې د هېواد له مالدارانو څخه په مناسبه بیه د دوی مالونه وپیري، ترڅو مالداران د مالي زیان سره مخامخ نه شي.
جمهور ریېس د پوهنې او روغتیا په برخه کې د اړوندو ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې ترڅو په دغو ولایتونو کې د کوچیانو ستونزې طبقه بندي او د لومړیتوب له مخې دې ورته رسیدګي وشي.
د هېواد جمهور ریېس د خپلو خبرو په پای کې د نفوسو د احوالو ثبتولو او مرکزي احصایېې ادارو ته لارښوونه وکړه چې په لېرې پرتو ولسوالیو کې دې دپېژند پاڼو د وېش په خاطر  یوه ټول شموله طرحه برابره  کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته