کابل باختر سنبلي٢
نهه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په غور ولايت کې دسيمې له خلکو سره په نښته کې ووژل شول
د غور ولايت امنيه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلاور باخترآژانس ته وويل :
چې دغه جګړه دغور ولايت په دولينه ولسوالۍ کې دسيمې دخلکو اود وسله والو طالبانو ترمنځ د اختلافونو له ا مله ونښته .
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې اوه تنه وسله وال طالبان او د سيمې دوه تنه
اوسيدونکي و وژل شول او دغه راز څوتنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
دلاور وويل ، چې ددغې نښتې له ا مله نږدې څلويښت کورنۍ دغور ولايت مرکز چغچران ته بيځايه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ