کابل /دمرغومي ١٥مه / باختر :
دداعش دډلې شپږ غړي په کونړ کې امنيتي مامورانو ته تسليم شول .
دداعشيانو ددغې ډلګي قوماندان ملا شاه زمين په هغه څه چې په تېرو وختونوکې يې دخلکو په وړاندې ترسره کړي و ، پښيماني څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به په هېواد کې دامنيت په تامينولواو دهېواد په بيا جوړولو کې ونډه واخلي .
دداعش دغه ډلګى دپيچ درې په ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخته وه .
دکونړ دوالي مرستيال ګل محمد بيدار باختراژانس ته وويل چې په کونړ کې دولت ته دداعش دغړو دتسليمى بهير زور اخستې ده .
له بلې خوا دکونړ امنيه قوماندان جنرال شفيق الله سهار وايي چې پاکستان ته يې دداعشيانو دتګ راتګ لاره تړلې ده . او ډار اچوونکي له تسليمېدو اوياوژل کېدو پرته بله لاره نه لري .
هغه له ډار اچوونکو څخه وغوښتل مخکې له دې چې ووژل شي ښه به وي چې دولت ته تسليم شي .
ختم_ ف _اکرم
0 1 دقیقه لوستل