ټولنه

تبصره

کابل باختر د ثور دولسمه :
پرون دثور دمياشتې يوولسمه او دمي دمياشتې لومړي نيټه دکارګر نړيواله ورځ وه  او په افغانستان کې دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دکارګرانو او کسبګرو غوڅ اکثريت نه يواځې ددغې ورځې په باب دومره معلومات نه لري بلکي سربيره پردې دهغو حقوقو او امتيازونو په اړوند چې قانون ورته ورکړي دي په څه نه پوهيږي .
دباختراژانس مبصر ليکي .
دمې لومړي يا دکارګر نړيواله ورځ په ننني متمدنه او متحوله نړۍ کې ديو فرصت په توګه بلل کيږي چې په دې پلمه دټولنو په اقتصادي وده کې دانسانانو دکار استعداد ، توان ، خلاقيت ، نوښت او په پاى کې دهغوى درول قدراني وشي خو دغه ورځ په افغانستان کې دومره نه ده معرفي شوې علت په دې کې نغښتى دى چې په دغه هيواد کې صنايع  دګوټې په  شمار څو کارخانو په شتون کې خلاصه کيږي .
خو دلته دکار او کارګر هدف  هغه کسان دي چې دهيواد اقتصادي  څرخ څرخوي  او دټولنيز خوځښت سبب کيږي .
په افغتانستان ، په هغه هيوادکې چې زيات کاري ظرفيتونه او فرصتونه پکې شته خو له هغو  څخه  کار اخستل درکود په حال کې  دي او اقتصادي څرخ پکې  کمزوري څرخي  ځکه  دلته له فزيکي ځواک  څخه کم کار اخستل شوى دى .
افغانستان نن ګڼ شمير وزګارو کسانو ته په خپل  وجود کې ځاى ورکړى دى غير رسمي  ارقام ښيي چې ددې هيواد څه دپاسه نهه مليونه تنه اتباع يا بيخي وزګار دي  اويا داچې منظم کار نه لري دوزګارتيا په نامه دپديدې پراخ شتون دټولنيزو  ان دامنيتي  ستونزو درامنځته کيدو سبب شوى دى . او نن ورځ ددې هيواد زياتره مهاجرين هغه کسان دي چې دکار موندلو په لټه  کې يې دنورو هيوادونو په لور مخه کړې ده چې هغوي داقتصادي مهاجرينو په نامه ياديږي .
په هيواد کې دپراخې وزګارتيا شتون نه يواځې د زيات شمير افغانانو دکډې کولو سبب شوى دى بلکې  دوسله والو  مخالفينو دليکو دپياوړتيا سبب شوى دى او دجنايي جرمونو دکچې په لوړوالي کې هم اغيزه کړې ده .
په ښارونوکې دګڼ شميرخلکو ميشت کيدل زياتره په ولايتونو په تيره بيا په کليوالي سيموکې له وزګارتيا اوبي وزلۍ سره تړاو لري .
  په داسې حال کې چې په ښارونو کې هم حالت له کليوالي سيمو څخه ښه نه دى .
په يوه خبره نن ورځ زموږ ټولنيزې ، اقتصادي  او امنيتي  ستونزې له ورځ په ورځ  زياتيدونکي  وزګارتيا سره تړاو لري .
په داسې حال کې چې ددغې ستونزې  دله منځه وړلو لپاره موږ دومره کار نه دى کړي .
ستونزه يواځې په وزګارتيا کې نه خلاصه کيږي هغه کسان چې کارکوي اويا په بله ژبه يو کاري مصروفيت لري  حالت يې دومره ښه نه دى، دبيمې حق يا هيڅ شتون نه لري او که چيرې شته دومره نه رعايت کيږي .
کارګران او کارکوونکي  په تيره بيا هغه کسان چې په خصوصي برخوکې مصروفيت لري دخپل استراحت او تفريح له حق څخه دومره استفاده نه کوي .
  دکارګرانو  حقوقي او قانوني نه ملاتړ له انديښنو ډک موارد دي چې دکارګرانو روحيې او رواني امنيت کموي  له بلې خوا دکار دخاوندانو  بي پروايي او دهغوي له خوا دقانون تر پښو لاندې کولوپه افغانستان کې کارګرانو اوکارکوونکو ستونزه زياته کړې ده ځکه دکار هر خاوند دمسووليت له احساس پرته کولي شي  په لنډ مهال تصميم سره يو کارکوونکي اويا کارکر  ګوښه کړي اويا له کاره يې لرې  کړي .
په افغانستان کې  دکار قانون له اتلس کلنۍ څخه ښکته اتباع له کار څخه منع کوي خو په زرګونو  تنه خياباني ماشومان او په زرګونو تنه کارګر ماشومان او تنکي  ځوانان په افغانستان کې په سختو او له توان څخه پورته په کارونوبوخت دي .   دخښتو  دپخولو په داشونو ، کروندو او کانونو کې يوزيات شمير ماشومان شتون ددغې ادعا ثبوت دى .
په افغانستان کې دکار قانون په يوه اوونۍ کې دکار وختونه څلويښت ساعته قيد کړي دي په داسې حال کې چې  په زياترو برخو کې کارګران په اوونۍ کې آن ترسلو ساعتونو پورې کار کوي  ځکه ترلاسه شوي حقوق نه شي کولاي  د هغوي اړتياوې پوره کړي دغه راز دکار دله لاسه ورکولو له ويرې افغان کارګران په زياترو برخوکې دې ته اړ باسي چې سختو کارونو ته غاړه کيږدي .
ددغو مسئلو تر څنګ امنيتي ګواښونو په افغانستان کې  د کارستونزه لاپسې زياته کړې  ده  په ځينو مواردوکې ليدل شوي دي چې وسله  وال  طالبان هم ددولت دمخالفينو په توګه دکارګرانو پرخلاف دريدلي دي .
  دقلات _ قندهار په لويه لاره کې  ديو  ٣٠٣  موټر دسپرليو يو مخيزې  وژنې وښودله چې  دغه ډله دکارګرانو په وړاندې هم دريدلې ده دغه پيښه  چې دوه درې کاله  مخکې رامنځته شوه دهغه جنايت بيلګه ده چې زموږ دهغو لغماني هيوادوالو په وړاندې ترسره شو چې دکارموندلوپه مقصد ايران ته روان و .
ددې  تر څنګ دلوګر ولايت ديو شمير  ځوانانو وژل کيدل هغه هم دتيرکال دروژې په مبارکه مياشت کې په دې دليل .  چې دغو ځوانانو دبهرنيو ځواکونو په يوه بيز کې کار کاوه له کارګرانو سره دوسله والو طالبانو ددښمني يوبل دليل دى په داسې حال کې چې دغه ستونزه په وار وار دکونړ ،  قندهار  او دميدان وردګو په ګډون ولايتونو او په نورو ځايونو کې تکرار شوې ده .
  دغه ټول موارد ددې  څرګندوي دي چې په افغانستان کې دکار او کارګر ستونزه کمه نه ده .
  په افغانستان کې دکاراو کارګر ستونزه يوه پيچلې ټولنيزه ده چې پراخ اړخونه لري يواځې  په درايت اونوښت سره کولاي شو ورباندې بريالي شو بايد دوزګارتيا په نامه دپديدې دپراختيا مخنيوي په مقصد دولت په بيلابيلو اقداماتو لاس پورې کړي او دروزنيزو تخنيکي ،  فني او کرنيزو مرکزونو په زياتولو سره  ځوانانو ته دکار اوکسب دزده کړې په لټه کې وي ځکه په دولت دځوانانو لومړي نيوکه دوزګارتيا  دزياتوالي له پلوه ده بايد دافغانانو په استعداد او نوښت سترګې پټې نه کړو نورو ملتونو تل دافغانانو کارګرانو په صداقت  نوښت او استعداداعتراف کړي دي يواځې په پروګرام جوړولو او ښه مديريت سره کولاي شو په خپل هيواد کې هم له دغه شان استعدادونو څخه استفاده وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته