امنیت

دافغانستان په ختيځ تورخم بندر کې دناتو په اکمالاتي تم ځاى بريدکوونکي يرغلګر وځپل شول .

کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دافغانستان په ختيځ تورخم بندر کې دناتو په اکمالاتي تم ځاى يرغلګر وځپل شول.
  يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو نن سهاردڅلوروبجو او ديرشو دقيقو په شاوخوا کې په تورخم بندر کې دناتو په اکمالاتي  تم ځاى چې امنيت يې دافغانستان دعامه محافظت  دپوليسو له خوا تامنيږي  بريد وکړ .
لومړى يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو  توکوبار خپل موټر ددغه اکمالاتي  تم ځاى دتاسيساتو له دروازې سره ټکر کړ او وروسته څه دپاسه څلورو تنو يرغلګرو بريد وکړ. 
د تورخم  بندر دکميسارى  مرستيال نثار احمد اجتماعي  په جلال اباد کې دباختراژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل  چې يرغلګر ټول نن سهار تر نهو بجو او ديرشو دقيقو پورې دپوځيانو دډزو په بهير کې يو په بل پسې وځپل شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې دناتو داکمالاتي کاروان يو موټر چلوونکي وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
داجتماعي دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې پوځيانو ته  زيان نه دى اوښتى خو دتورخم بندر يو امنيتي مسوول  وايي چې په دې پيښه کې دعامه محافظت  درې تنه پوليسان شهيدان شوي دي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ددغه بريد په بهير کې يرغلګرو څه ناڅه دوه ديرشو باروړونکو  موټرو ته چې دناتو دپوځيانو خوراکي توکي او مالونه يې دپاکستان  له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته ليږدول اور اچولى دى.
  دتورخم  بندر يوه امنيتي مسوول وويل  چې  يرغلګرو له بريد وروسته دناتو  اکمالاتي موټرونه دماينونو په کارولو سره چول .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو او دعامه محافظت  قوماندانان وسله وال طالبان ددغې پيښې  مسوول  بولي  او وايي چې ددغې پيښې دطراحانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلتنې  پيل شوي دي .
په تورخم بندر کې دناتو اکمالاتي  تم ځاى په حقيقت کې په افغانستان کې  دبهرنيو پوځيانو دمالونو او توکو يو ډير ستر تم ځاى دى .
هغه هيوادونه چې په افغانستان کې  پوځيان لري لومړى خپل  اړتياوړ مالونه دپاکستان دکراچۍ  بندر ته ليږدوي او  له دغه ځاى څخه باروړونکي وسايط هغه دتورخم بندر  ته او له دې لارې دافغانستان بيلابيلو سيمو ته ليږدوي .
په دغه اکمالاتي تم ځاى په  افغانستان کې دبهرنيو پوځيانو دشتون په بهير کې څه ناڅه پنځه ځلې ديرغلګرو  له خوا بريد شوى دى.
  دناتو اکمالاتي تم ځاى له ملکي څانګو او دتورخم  بندر له عمومي واټ سره کم واټن لري ،له دې امله  هره شيبه په دغه شان  بريدونوکې  ملکي وګړو ته دزيان رسيدو احتمال شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته