(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ په امن او ورورګلوۍ فضا کې ادا شو

کابل، د غویي لومړۍ نېټه، باختر
نن په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ د امن، مینې او ورورګلوۍ په فضا کې ادا شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په کابل، غور، روزګان، فراه، باميانو، پنجشېر، زابل، خوست، لغمان، بلخ او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې ځانګړو مراسمو کې د اختر د مبارکۍ په ترڅ کې مسوولینو او ویناوالو د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) پیغام لوستلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې له افغانانو سره د مینې او خواخوږۍ او د دوی تر منځ د کرکې او نفاق د لرې کولو غوښتنه وکړه.
ويناوالو دغه راز له بې وزلو او په ځانګړې توګه له يتيمانو او کونډو سره له سوداګرو او خیریه بنسټونو څخه د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه او د هېواد د خلکو پر يووالي، پيوستون او یو د بل پر منلو يې ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې دوی په خپلو ویناوو کې د هېواد له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د ځواکونو ملاتړ وکړي او د شریر او ورانکارو کسانو او عناصرو پر وړاندې ودرېږي.
دوی په هېواد کې د اسلامي نظام په ټينګښت او پياوړتيا کې د خلکو ونډه مهمه وبلله او په دې برخه کې يې د دوی د ملاتړ غوښتنه وکړه.
له بلې خوا چارواکو د هېوادوالو د امنیت او حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال ويناوالو او مسوولينو د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله د حکمونو په عملي کولو، له اسلامي نظام څخه په ملاتړ، د امير د حکمونو په مراعاتولو او اسلامي حجاب په مراعاتولو ټينګار وکړ.
د دوی په خبره، اوسنۍ نظام د ولس د بې شمېره قربانیو په پایله کې حاکم شوی، چې باید له دغه ستر الهي نعمت شکر ادا شي.
په ورته وخت کې د هېواد يو شمېر اوسېدونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې له غوره امنيتي تدابيرو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د اسلامي امارت د مجاهدينو ستاينه وکړه او په هېواد کې يې د دايمي سولې او امنيت غوښتنه وکړه.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا