سیاست

په کابل کې دهند جمهوريت له سفير سره دبهرنيو چارو دوزير کتنه .

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين ربانې نن له غرمې مخکې  په کابل کې  دهند جمهوريت له سفير  ښاغلي  منپريت  وهرا  سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې دواړو لورو دشاه توت دبريښنا بند په ګډون  دنويو  پروژو او دمهاجرينو او راستانه شويو کسانو دميشت کولو په باره کې  چې ټاکل شوې ده  دهند په همکارۍ په افغانستان کې عملي شي .او  دافغانستان او هند  دستراتيژيکي  مشارکت شورا  دراتلونکې غونډې په باره کې  چې ټاکل شوې ده ددواړو هېوادونو  دبهرنيو چارو  دوزيرانو په ګډې مشري  په نوي ډيلي کې جوړه شي ، خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته