واشنګټن بي بي سي باختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه
دامريکا فدرال پوليسو دپلټنې په ترڅ کې د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې دانترنيتي ورانکارانو ٢٤ تنه غړي ونيول شول .
په دغو کسانو ،دافرادو داعتبار د کارتونو او بانکي حسابو نو له اطلاعاتو څخه د ناوړې کارونې تورونه لګول شوي دي .
دغه کسان چې نيول شوي دي دولس تنه يې په امريکا او شپږ تنه يې په بريتانيا کې فعاليت کا وه .
په محکمه کې به په دغو کسانو دجرم دثابتيدو په صورت کې، په څلويښت کالونو بند محکوم شي.
دامريکا فدرال پوليسو (اف،بي، اى دغه مجرمين په دوو کلو نو کې د څلورو لويو وچو په ديارلسو هيوادو کې ترڅارنې لا ندې نيولى و .
امريکا يي مقا مات وايي: وروستي نيول کيدل په خپل ډول کې لومړى عمليات دى اود بانکي حسابونو او اعتبار د کارتونو له پلوه ددوه سوه پنځومليونو ډالرو دغلا مخه نيول شوې ده