ورزش

دهرات دشل کلنو ځوانانو دفوټبال وروستۍ لوبه وځنډول شوه .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
په هرات ولايت کې دشل کلنو ځوانانو دفوټبال سياليو په يوې لوبې سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال  ته وويل چې په دې پړاو کې  دميوند او ابو مسلم دټيمونو لوبه وکړه .  لوبه  دصفر په وړاندې په يوې سره  دميوند ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
يوه اړونده خبرځاى وويل ټاکل شوې وه ددغوسياليو وروستى  پړاو نن ترسره شي  خو داورښت له امله وځنډول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته