ټولنه

دجوز جان والي له دغه ولايت څخه ووت او مظاهرې پاى ته ورسيدې.

کابلباختردسرطان ٣
دجوزجان والي محمد علم ساعي دملي غورځنګ دپلويانو له پرله پسې مظاهرو وروسته نن له دغه ولايت څخه ووت .
ساعي باختراژانس ته وويل چې په خپله دده په مصلحت له جوزجان څخه وتلى دى خودا کار موقتي دى او له هغه وروسته چې بحران پاى ته ورسيږي بيرته به ستون شي .
دجوزجان د والي ددغه تصميم په اړوند په شبرغان ښارکې دوکانونه ،دولتي ادارې اوتعليمي اوټولنيز مرکزونه چې له پنځو ورځو را په ديخوا تړلي وو بيا پرانيستل شول او په شبرغان ښار کې د خلکوژوندانه عادي بڼه غوره کړې ده .
دجوزجان د ولايتي شورا رئيس مولوي عبدالحي حيات وويل، په شبرغان ښار کې بحران د ولايتي شورا اود جوزجان ولايت دسپين ږيرو په منځګړيتو ب د جوزجان د والي محمد علم ساعي اود جنرال دوستم ترمنځ نن پاى ته ورسيد اودجوز جان والي محمد علم سا عى نن له جوزجان ولايت څخه ووت .
ديادونې وړ ده چې په شبرغان ښار کې د وروستي پيښې اود پنځه ورځنيو مظاهرو دڅرنګوالي دڅيړنې په مقصد د هيواد د جمهور رئيس حامد کرزي له حکم سره سم د حقيقت موندلو هيئت چې په سرکې يې په ټولنيزو چارو کې د جمهوري رياست سلاکاروزير منشي عبدالمجيد  دى او دچارو د ادارې اود وزيرا نو شورا ددارالانشا دلوى رياست ،دملي دفاع اود کورنيو چارو د وزارتونو ،دملي امنيت د لوى رياست ، دلوى څارنوالي د ادارې، دسيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي پکې غړيتو ب لري، جوزجان ته رسيدلي دي اوهيئت د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند له پلويانو او په دغه ولايت کې له يو شمير امنيتي مسولينو سره ليدنې کتنې پيل کړي دي چې نتيجې يې تر اوسه پورې رو ښانه نه دى خو خلک تر اوسه پورې هم انديښنه لري او له دولت څخه غواړي چې بايد دغه بحران ته ددايمي حل يوه لاره ولټول شي چې خلک په ارامه فضا کې ژوند  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته