نړۍ

په پاکستان کې دامريکا ديوې اډې تشول

دا مريکا حکومت دهغو اعتراضونو دکمولو لپاره چې دپاکستاني پوځيانو دپلټنې په يوې پوستي ددغه هيواد له بريد وروسته رامنځته شول اعلام وکړ چې په پاکستان کې  خپله يوه پوځي  هوايي اډه تشوي.

دايران دولتي خبري آژانس   دامريکايي مقاماتوله خولې ددغه خبرپه اعلامولو سره وويل  چې په بلوچستان ايالت کې دشمسي اډې تشول به  دبي پيلوټه امريکايي الوتکو په عملياتو کومه مهمه اغيزه ونه کړي .

امريکايي مقامات په پاکستان کې ددغه هيواد دبې پيلوټه الوتکو عمليات  دامريکا دجاسوسي دسازمان دپټ فعاليت يوه برخه بولي .

دپاکستان دپلټنې په يوې پوستې دامريکا دوروستۍ بريد په غبرگون کې دناتو په اړتياوړ په مالونو بار موټرونو دتګ راتگ  تګلوري تړلي دي .

په همدي  حال کې  دامريکا داستازو دمجلس دامنيت دکميټې يوه

جګپوړي دموکرات مقام  داسلام اباد او واشنګتن ترمنځ اړيکې ډيري لړځنده .

وبللي او عقيده لري  چې اوسنيو شرايطو  ته په پاملرنې سره به دامريکا او پاکستان ترمنځ کړکېچ په نږدي راتلوونکي کم نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته