امنیت

دملي دفاع وزارت مرستيال او په کابل کې دبوسنيا نا استوګن سفير د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا په باب خبرې وکړې.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال په کابل کې دبوسنيا له نا استوګن سفير سره په کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
په دې کتنه کې دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دملي دفاع  وزارت لومړي مرستيال څارنپوه    عنايت الله نظري وويل :   بوسنيا دنړيوال ايتلاف دځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې دامنيت د تامينولو او بياجوړولو او دافغانستان دامنيتي ځواکونو په تيره بيا دملي اردو
د روزنې په لاره کې ستر او ارزښتناک رول  لوبولى دي  .
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال په مډرنو او درندو وسله دهېواد دملي اردو سمبالول ، د  هوايي پوځي پياوړي کول ،د ماين دانجينرۍ  پراختيا او د  رادار دسيستم جوړول مهم موارد  وبلل چې دملي اردو د  لازياتې پياوړيتا په لاره کې ورته اړتيا ده.
په  همدې حال کې دبوسنيا نااستوګن سفير ژمنه وکړه  چې  متبوع   هيواد  يې
له افغانستان سره د همکاريو په دوام ژمن دى او په تيره بيا دهيواد دملي اردو دځواکونو د روزنې په  شان مواردو کې په د بوسنيا مرستې دوام  ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته