ټولنه

دملي امنیت سلاکارپه ولسي جرګه کې دبادغیس له استازوسره وکتل

 کابل/ د وږي ۲۴ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب د سیمه ییزو ارګانونو مشر شمیم خان کټوازی په ملتیا نن په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت له استازو سره په کتنه کې د هغوی پر ستونزو او غوښتنو باندې بحث وکړ. یادو استازو وویل، د بادغیس ولسونه د حکومت تر څنګ ولاړ دي او د دولت له برنامو او پالیسو په ځانګړې توګه د سولې له پروسې او په هیواد کې د دایمي اوربند څخه ملاتړ کوي. هغوی د سیمه ییزې حکومتولۍ د ښه والې او پراختیا په برخو کې د خپلو ستونزو او وړاندیزونو ترڅنګ د بادغیس ولایت امنیت ته د جدي پاملرنې غوښتونکي‌شول. د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د نظام د تقویت او ښه حکومتدارۍ په برخه او د ولسونو د غوښتونو په تعقیب کې د خلکو د استازو له همکاریو نه ستاینه وکړه او وویل، د اصلاحاتو کار په محلي کچه د حکومتدارۍ پر نظامي او ملکي برخو کې روان دی چې څه ډول امنیت په ښه توګه تامین کیدای شي، خو د ښه امنیت په تامین کې له امنیتي‌او دفاعي ځواکونو سره د خلکو د نږدې همکاریو غوښتونکې دی. دغه راز نوموړي په حکومت کې د بادغیس ولایت د محلي کدرونو د جذب ډاډ هم ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته