امنیت

د دولت درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
د دولت درې تنه وسله وال مخالفين تېره شپه په لوګر ولايت کې ونيول شول.
دغه درې تنه دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د هارون خيلو په کلې کې ونيول شول.
دختيځ زون د همغږى دمرکز قوماندان باختر آژانس ته وويل: افغان او بهرنيو ځواکونو د حقاني د شبکې د سرګروپ په روشن مشهور قوماندان روحان دنيولو په مقصد، په دغه کلې کې عمليات ترسره کړ چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: تراوسه پورې دا نه ده مشخصه شوى چې قوماندان روحان هم د نيول شويوکسانو په ډله کې دى او که نه؟
خبرځاى زياته کړه: ښايي چې دغه قوماندان په نيول شويو کسانو کې شامل وي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته