سیاست

دقوانينو دکميټې غونډه دجمهور رييس دمرستيال په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د زمري  څلورمه :
دقوانينو دکميټې غونډه  نن سهار  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  ددويم مرستيال   او ددغې کميټې درييس  قانونپوه سرور دانش په مشرۍ  جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې غونډه کې  ددولتي او خصوصي  وړکتونونو او شيدې خوړو  دمقررې  دځينومادو د تعديل او دغه راز داوبو دزيرمو او داوبو دتاسيساتو  دتګلوري او حريم  دمقررې  دطرحې په باب  غور او څيړنې وشوې او لازمې پريکړې وشوې .
دغونډې په پيل کې دجمهور رييس مرستيال  داوبو دسرچينو دتګلوري او حريم  دمقررې  داهميت په باره کې وويل  له بده مرغه  افغانستان  تراوسه پورې  داوبو  دزيرمو  دحريم او تګلوري په باب  کوم قانون  اومقرره  نه لري . او دې کار  په تيرو کلونوکې  زياتې ستونزې  پيداکړي دي .
ده  دانرژۍ اواوبو  له وزارت څخه  دقدرداني په ترڅ کې وويل : دملي وحدت دحکومت  په رامنځته کيدو  او دانرژۍ او اوبو  په وزارت کې  دنوى وزير په ټاکنې سره  مهمې پاليسي  ترلاس لاندې  نيولې شوې دي  چې هيله کيږي  دهيواد ستونزې  حل  او په دې برخه کې ددولت  کړه وړه  شفاف کړي .
په دې غونډه کې ددولتي او خصوصي  وړکتونونو او شيدې خوړو  دمقررې  دځينو مادو دتعديل په باب  له مفصلو خبرو او څيړنې وروسته  پريکړه وشوه  چې  دوړکتونونو او شيدې خوړو  دشموليت دحق او داجورې دحق  دتعرفې  دکمښت په باب  پنځمه ، اوومه او اتمه ماده  تعديل شي .
دغه راز  په غونډه کې  دځينو  نورو مادو په اصلاح کولو سره  ،  ددولتي او غير دولتي  وړکتونونو  او شيدې خوړو مقرره  تاييد شوه .
  دغه راز  په دې غونډه کې  داوبو دزيرمو اوداوبو دتاسيساتو  دتګلوري او حريم  دمقررې  دطرحې او دځينومادو په باره کې  داصلاحي  مواردو دوړانديز  په باب  دخبرو اوڅيړنې په ترڅ کې  پريکړه وشوه چې  دمقررې  دشفافيت په لاره کې دې  ،  دعدليې په وزارت کې  يوه کميټه جوړه شي  اويوځل بيا دې هغه  په کارپوهانه ډول تر غور لاندې ونيسي  او  له اسلامي  فقهې او دغه راز  له  مدني قانون سره سم  هغه بيا وڅيړي  او دتاييد  اووروستۍ  څيړنې لپاره دې  بيرته  دقوانينو کميټې ته  وړاندې کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته