ورزش

دهوايي ډګر او د انجيل ولسوالۍ د فوټبال ټيمونه سيالۍ کوي

بل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
دهرات د والسواليو د فوټبال جام اته ټيمونه د يو په څلورمې مرحلې ته لوړ شول.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل:
دفوټبال سيالۍ چې په پيل کې يې په هرات کې د اوولسو ټيمونو په ګډون ترسره شوې وې؛ په پاى کې د شينډند د هوايي ډګر، د تورغنډي د ښارګوتې او د اوبې او  اسلام قلعه د ولسواليو، د غوريان الف او غوريان بي، او د ګزرې شاملو ټيمونو وکولاى شول ددغو سياليو يو په څلورمې مرحلې ته لوړ شي.
دضيا دڅرګندونو له مخې: د هرات د فوټبال د سياليو يو په څلورمې دور ټاکل شوې ده نن د شينډند د هوايي ډګر او د انجيل ولسوالۍ د ټيمونو په لوبو سره پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته