امنیت

څلور تنه پاکستان ته دپرزو او دنورو وسايلو دليږدونې په تور ونيول شول.

کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
دهلمند ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په ټانکونو په پرزو او پوځي وسايلو او په برقي ماشين آلاتو بار پنځه موټرونه يې درولي دي.
د دوى دڅرګندونې له مخې، دغه پرزې او پوځي وسايل د زړې اوسپنې په نامه پاکستان ته ليږدول کيدل.
دګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل شادي خان باختر آژانس ته وويل : دغه پرزې او وسايل له قانوني سندونو پرته ديو افغان سوداګر له خوا پاکستان ته ليږدول کيدل. ده زياته کړه : په دغو وسايلو او پرزو کې داسې وسايل او پرزې هم شته چې لاتراوسه پورې نه دى کارول شوي . خو دزړې اوسپنې په نامه ګاونديو هيوادونو ته ليږدول کيږي.
دشادي خان دڅرګندونو له مخې، دغه وسايل او پرزې په پنځو سترو باروړونکو موټرونوکې بارشوي و چې نه يوازې دافغان ملي اردو وسايل بلکې دايساف پوځي وسايل هم پکې شامل و .
په څو تيرو کلونو کې دالومړى ځل دى چې په پوځي وسايلو بارموټرونه دامنيتي ځواکونو له خوا په هلمند کې کشف او ترلاسه کيږي .
دپيښې په اړوند د٤ موټرونو چلوونکي هم نيول شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته