کابل باختر د ثور اتمه :
په زابل ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار دزابل ولايت دشينکي ، شاجوي او ميزايي دولسواليو له ګڼ ميشتو لارو څخه نهه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
دزابل په ولايت کې يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې دغه ماينونه نن سهار دسيمې داوسيدونکو په همکارۍ په ګڼ ميشتو لارو کې کشف او شنډ کړى شول .
تراوسه پوري ددغو ناکامو ماين ښخونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ئيزې امنيتي سرچينې طالبان ددې کار عامل بولي .
ختم- ف _ اکرم