ټولنه

په کندز ولايت کې داوبولګولو دوه کانالونه جوړ شول .

-کابل باختر د وري  نهمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له لوري دڅه دپاسه دريو مليونو افغانيو په لګښت  په کندز ولايت کې داوبو لګولو دوه کانالونه جوړ شول .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام  دعامه اطلاعاتو  ادارې باختراژانس ته  خبرورکړ. ددغې پروژې  کار دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دولسي تړون دملي پروګرام دودانيو او دساتنې  او څارنې لپاره نغدي پرمختيايي وجهي  څخه  دکندز ولايت په مرکز پورې اړوند دجنګل باغ او دزاخيلو په کليو کې  ترسره شوى دى . ددغې پروژې  له اسانتياو  څخه په دغو کليو کې څه دپاسه  ٤٥٠ کورنۍ ګټه اخلي .   ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته