
نړیوالې سرچینې، د وري۱۶مه، باختر، کابل
د پاکستان پولیس وايي چې په دغه هېواد کې د هغه چینایي شرکت په کمپ کې اورلګېدلی چې په یوه لرې پرته سیمه کې یې د برېښنا بند په جوړولو بوخت و.
د امریکا غږ د خبرله مخې؛ دغه اور د برېښنا شارټۍ له امله د کوهستان ولسوالۍ په داسو کلي کې چې له اسلام آباد څخه ۱۱۰ میله واټن لري رامنځته شوی دی.
د پاکستان د اوبو وزارت په ۲۰۱۷ کال کې د چین د ( ګیژوبا ګروپ کمپنۍ) سره د داسو بند د جوړولو قرارداد لاسلیک کړی و.
د سرچینې په وینا په دې پېښه کې چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.
\ ذ