امنیت

په لغمان ولايت کې دملاتړيزعمليات پيل شول .

-کابل باختر د تلي ديرشمه :
دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن ملاتړيز  عمليات پيل شول .  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ. د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړى پلې لوا منسوبينو دلغمان ولايت دسيمه ئيزو پولسو او دملي  پوليسو په ګډو هڅو سره دعليشنګ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دلومړى او دويم لمبر پوستو  او دعليشنګ ولسوالۍ په لاره کې  داسلام اباد ، دسالاب ددرې اودګړګړ دپوستودبيا ټينګښت په مقصد دفولاد ٢٢ په نامه نن سهار ملاتړيز عمليات پيل کړل .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته