سیاست

ناتو په افغانستان کې خپل ځواکونه زياتوي – د افغانستان خلک د ناتو او د نړيوالې ټولنې په هدفمند کار ټينګار کوي

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢١ نيټه  :
د ناتو د دفاع وزيرانو په بروکسل ښارکې خپله غونډه په دې وروستيو وختوکې په افغانستان کې د ځواکونو د زياتوالي او تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې له دغه هېواد سره د مرستو د دوام په ژمنې سره پاى ته ورسوله .
د باختر آژانس مفسر ليکي :
د ناتو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو په دې وروستيو وختوکې خپله غونډه د بلجيم په بروکسل ښارکې جوړه کړه  .
په افغانستان کې انکشافات او په دغه هېوادکې د ناتو د شتون د دوام څرنګوالى په دې غونډه کې يو محوري بحث و .
د ناتو سرمنشي اعلام وکړ چې ناتو په افغانستان کې دځواکونو له زياتوالي او تر  ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې له دغه هېواد سره د مرستو له دوام سره موافقه وکړه .
د ترلاسه شويو معلوماتوله مخې: ناتو څه ناڅه درې زره تنه نور پوځيان به افغانستان ته واستوي .
دغه راز تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې په لوژستيکي او روزنيزو برخوکې د افغانستان له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي.
د آلمان د دفاع وزير ويلي دي چې د ناتو ١٩ غړو هېوادونو د افغانستان په وړاندې خپلې  ژمنې نوې کړې.
د افغانستان د دفاع وزارت د ناتو د وروستي تصميم هرکلى کړى دى.
په همدې حال کې د ناتو يوه ديپلومات په کابل کې ويلي دي چې افغانستان  بدې ورځې تيروي او که چيرې حالت همدغه شان دوام ومومي موږ به ناکام پاتې شو.
د ناتو د دغه ديپلومات له څرګندونو او په افغانستان کې د ځواکونو د زياتوالي په باب د دغه سازمان د غړو هېوادونو له وروستي تصميم څخه جوتيږي چې دغه سازمان د افغانستان حالت په دقت او په مسووليت مننې سره تعقيبوي.
مسووليت مننه په دې مانا چې ناتو نه شي کولاى د دې ننداره کوونکى وي چې افغانستان په شاتګ وکړي او دغه هېواد يو ځل بيا د ډار اچوونکو لپاره يو خوندي ځاى وي.
سره له دې چې ناتو په همدې مفکورې سره په تيرو شپاړلسو کلونوکې په افغانستان کې شتون لري، په افغانستان کې حالت دومره په زړه پورې نه دى او  دغه هېواد دغه راز دتروريستي  ډلو او د بنسټپالو سازمانونو دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري او په سيمه کې د مشخصو هېوادونو استخباراتي سازمانونه له دغه حالت څخه د ګټې اخيستنې په لټه کې دي.
ناتو په خپله اعتراف کوي چې د افغانستان خلک سختې شپې او ورځې تيروي او نورې له ستونزې ډکې ورځې په مخکې لري. له هغه ناوړه حالت سره چې د افغانستان خلک ورسره لاس او ګريوان دي؛ د دغه هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو په درايت سره عمل کړى دى.
دافغانستان ددفاع په وزارت کې مقامات سره له دې چې ستونزې او ناخوالي مني، د پرمختګونوپه باب هم خبرې کوي.
دغو ځواکونو دهېواد په مستقلانه دفاع کې خپل توان او استعداد ثابت کړى دى، خو ددغه شان توان او استعداد له ثابتيدو او دجګړې په ډګر کې له پرمختګونو سره سره لا تر اوسه پورې هم يو لړ ستونزې او چلنجونه شتون لري.
د تجهيزاتو او مهماتو کمښت، تخنيکي ستونزې او د ظرفيت په برخه کې  چلنجونه، د هوايي پوځ نه وده او د درندو وسلو کمښت هغه ستونزې دي چې له کلونو کلونو را په دې خوا د ملي اردو او د امنيتي بنسټونو د لارې پرسر پراته دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان نړيوالو شريکانو تل د دغه شان ستونزو دحل کولو لپاره دخپلې ارادې خبرده کړې ده، خو د لرې کولو لپاره يې دومره کار نه دى شوى او کمزورى خوځښت شتون لري .
له ناتو او له نړيوالې ټولنې څخه زموږ د خلکو او د افغانستان د نورو همکارانو هيله دا ده که چيرې په افغانستان کې د ټيکاو د اعاده کولو په فکر کې دي او غواړي چې نور دغه هېواد په يوه بې ثبات ځاى او د ډار اچوونکو ډلو په ځالو  بدل نه شي، په دقيقه  توګه کې دې پروګرام جوړ کړي او په هدفمند ډول دې کار وکړي له ډار اچونې سره جګړه د څو اضافي عسکرو په شتون کې نه خلاصه کيږي. افغانان په کورني ډګرکې په شفاف او هدفمند ډول د ملي ځواکونو په سمبالښت ټينګار کوي او په  نړيوال ډګرکې بايد د افغانستان له پولو څخه په بهرکې د ډار اچوونکو په پټنځيو تمرکز وشي چې په سيمه کې ډار اچونه او بنسټپالنه کنترول شي.
پاى ف  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته