
کابل، د کب ۲۹ مه، باختر
د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د لسګونه نورو افغان بنديانو د ازادولو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د ياد هېواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ١٩٠ تنه افغان بندیان را خلاص او د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم په دولتي مصارفو خپل هېواد ته را ولېږدول شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ١٨٩٣ تنه افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد او خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې ايران هېواد هم د افغان دولت په غوښتنه يو شمېر افغان بنديان ازاد او اسلامي امارت ته سپارلي وو.
افغانمل