ښوونه او روزنه

په بدخشان کې اته ديرش ښوونځي په بشپړه توګه تړلي شوي دي

کابل باختر د زمري  دريمه :
يوسلو دولس  ښوونځي  دطالبانو تر واکمني لاندې سيمو کې موقعيت لري  چې له دې  جملې څخه ٣٨ يې په بشپړه توګه تړل شوي دي او دوه ديرش زره تنه زده کوونکي  له زده کړې څخه بې برخې  شوي دي .
دبدخشان ولايت دپوهنې رياست سرپرست عبدالحي انتظامي  دخبرو اترو په يوه غونډه چې  دبدخشان ولايت دپوهنې دحالت دڅيړنې تر عنوان لاندې دولايت په مطبوعاتي دفترکې جوړه شوې وه دباختراژانس خبريال ته وويل :د ٣٨ ښوونځيو له جملې څخه ١٦ يې دوردوج په  ولسوالۍ او ٢٢ يې ديمګانو په ولسوالۍ کې موقعيت لري  او په بدخشان کې  دپوهنې له اوسني حالت څخه خوښ نه يو ځکه دپوهنې په چارو کې دزبر ځواکو لاس وهنه شته اوپه زياترو ولسواليو کې مسلکي  ښوونکي کمښت شته اوز ياتره هغه ښوونکي چې استخدام شوي دي ددولسم اويا دشپږم  تولګي  فارغان دي .
دغه راز ښاغلي انتظامي  وويل: دلوړوړ زده کړو  دموسسو له يوشمير فارغانو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه چې په کمبود  بستونوکې وګومارل شي  خو له بده مرغه دازمويني  له اخيستلو وروسته  هيڅوک حاضر نه شو چې دنده ترسره کړي او له شلو ورځو غير حاضري وروسته له بست څخه منفک شول موږ دې ته اړ شوو چې دهغوى پرځاى اجير او قراردادي ښوونکي استخدام کړو  .
ده دغه راز دهغو ښوونځيو په باب چې ودانۍ نه لري وويل :په بدخشان کې د ٦٤٧ ښوونځيو له جملې څخه ٢٥٦ ښوونځي  ودانۍ نه لري او آن خيمې هم نه لري او زده کوونکي په پرانيستې فضا او له درسي توکو پرته زده کړه کوي .
دغه راز دبدخشان ولايت دبشر دحقوقو دکميسيون مسووله عارفه نويد وايي دپوهنې او په تيره بيا دښوونځيو دڅارنې په بهير کې پوه شو چې دزياترو ولسواليو په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي نشته ناامني ، طبيعي پيښې او دښوونځيو او داستوګنې دسيمو ترمنځ واټن ددې سبب شوى دى چې ماشومان له زده کړې څخه بې برخې  پاتې شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته