امنیت

لس ميله ډول ډول وسله د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوه

کابل باختر دليندي ديرشمه :
لس ميله ډول ډول وسله نن په سرپل ولايت کې د وسلو د راټولولوکميسيون ته وسپارل شوه.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج باخترآژانس ته وويل چې دغه وسله د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې د دغه ولايت په ځينو ساحوکې د امنيتي ځواکونو له خوا له غير مسوولوکسانوڅخه راټوله شوې وه.
خبرځاى زياته کړه: په روان کال کې اويا ميله ډول ډول وسله دسرپل ولايت د امنيه قوماندانۍ دپوليسو له خوا راټوله او د ډاياک پروګرام ته سپارل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته