خبرونهټولنه

په پروان او پکتیا کې په څه باندې ۸ زره اړمنو کورنيو مرسته ووېشل شوه

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

په پروان او پکتیا کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري پر ۸ زره ۲۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د پروان د کليو، بيارغونې او پراختيا رییس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه ولایت په جبل السراج، شيخ علي او شينوارو ولسواليو کې یې  د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پر ۶ زره ۹۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.

نوموړی زیاتوي، چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو ګرامه اوړه، ۵ لېتره غوړي، ۶ کيلو لوبيا او يوه اندازه مالګه  ورکړل شوه.

د یو بل خبر له مخې؛ د پکتيا د کليو بیارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې پر ۱۳۰۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته  ۵۰ کيلو اوړه، ۴،۵۵ کيلو غوړي، ۶،۲۵۰ کیلو دال او يو پاکټ مالګه ور کړل شوه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا