ټولنه

په شبرغان ښار کې لمريز څراغونه فعال شول .

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دفارياب په شبرغان ښار کې څه دپاسه پنځه سوه سولري څراغونه له ترميمولو   وروسته بيا فعال شول .
دشبرغان ښاروال محمد حسين صالح باختراژانس ته وويل: دغې ادارې پنځه کاله مخکې دشپې له خوا  دشبرغان ښار دروښانولو په خاطرشپږ سوه پنځوس لمريزڅراغونه درولي وو چې په سلو کې  نوي څراغونه يې په نشه يي توکو روږدو کسانو غلا کړي وو اويوشمېر نور يې هم ويجاړ  شوې وې . 
صالح زياته کړه ښاروالى  په دې وروستېو  وختو کې دغه څراغونه ترميم اوبيا فعال کړل .
ويل کېږي دجوزجان پوليسو هم ددغو څراغونو دساتنې په خاطر دهمکارۍ ژمنه وکړه او په دې لاره کې يې دخلکو دهمکارۍ غوښتنه هم وکړه .
  ختم_ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته