ټولنه

په لغمان کې د سيلاوونو له امله درې تنه شهيدان شول

کابل/ باختر/ د لړم ۱۰ مه
د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، د الیشنګ، الینګار او قرغیو ولسواليو په اړوندو سيموکې د تيرې شپې د زيات اورښت او ږلۍ له امله سیلاوونه راوتلي دي چې د زرګونو جريبه کرنيزې ځمکو د تخريب ترڅنګ يې درې تنه ماشومان هم په شهادت رسولي دي.
د لغمان د يو شمېر اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د سختو بارانونو او ږلۍ د اورښت له امله  سیلاوونه را ووتل چې د سر او مال زيانونه يې واوړل.
دوی زياتوي چې به ګڼ شمېر سیموکې يې په زرګونو جريبه ځمکی تخريب کړې او په زراعتي ځمکوکې يې موسمي فصلونه هم له منځه وړل شوي دي.
دوی له دولتي ادارو او مرستندويه موسسو څخه د بيړنيو مرستو غوښتنه کوي او زياتوي که پر وخت ورسره مرسته ونه شي، نو له سخت ناتار سره به مخ شي.
بل لور ته د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي رسنيو ته په استول شوي رسنيزه اعلاميه کې ويلي چې د تيرې شپې او نن سهار د سختو بارانونو او ږلۍ د ورښت له امله  سيلاوونه را وتلي چې د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د اړينې په سيمه کې درې ماشومان اوبو وړي چې د يوه تن مړى لا هم نا درکه ده.
دى زياتوي چې د دغو سيلاوونو د راوتلو له امله د يادې ولسوالي اړوند د شکرمان دامان کلي کې يو کور هم په بشپړ ډول د سيلاوونو له امله ويجاړ شوی چې د د کور ټول وسايل اوبو له ځان سره وړي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته