قندهار باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۲مه
په قندهار ولايت کې د سېلاب خيريه بنسټ له خوا پنځوسو ښوونکو سره د پنځو قلمو خوراکي توکو مرسته وشوه.
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب باختر اژانس ته وويل ښوونکي دي چې د يو هېواد په ابادولو کې تر هر چا ډېر کار کوي،ځکه چې زموږ د نسلونو په ښووونه او روزنه کې مهم رول لري.
ده له سېلاب خيريه بنسټ څخه مننه وکړه چي د روژې په مبارک مياشت کې يې له ښوونکو سره مرسته وکړه.
منيب له ملي سوداګرو وغوښتل چې د خپلو غريبو او بېوزلو هيوادوالو لاسنيوی وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ