کابل باختر د سلواغې ۳۰ مه
په تېرو۲۴ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۲۴تنه ډار اچوونکي وژل شوي او۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، قندهار، بادغیس، فراه سرپل، بلخ ، تخار او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ