امنیت

په جوزجان کې په چاوديدونکي توکو بار يوموټر له منځه لاړ

– کابل /د سلواغې ١٧مه/باختر
د وسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکو بار يوموټر پرون مازيګر له منځه لاړ او د دغې ډلې ١٤ غړي هم ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې د ملي اردو منسوبانو د وسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکو بار يو موټر د جوزجان په منګيجک ولسوالۍ کې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه يووړ .
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د موټر پنځه سپرلۍ هم ووژل شوې.
د يوبل خبرله مخې؛ د جوزجان د قوشتيپې ولسوالۍ په جرق دق سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې هوايي بريد ترسره شو چې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول اود دښمن ٤ موترسايکلونه او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
ختم-شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته