
کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر
د پروان د کلیو بیارغونې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې پرون د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پر سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق باختر آژانس ته وویل چې پر ۱۲۵۰ اړمنو کورنیو د پروان په سیدخېلو ولسوالۍ کې مرسته ووېشل شوه.
د نوموړي په وینا په دې مرسته کې اوړه، غوړي، دال، مالګه، د ماشوم او مور لپاره مقوي خواړه شامل دي.
د سید خېلو ولسوالۍ اړمنو کورنیو له دې مرستې مننه کړې او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.
ع