کابل باختردوري دمياشتې ٢٤ :
دنړيوالو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه دقندهارولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې راوغورځيده .
دپنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحق زي دباخترآژانس خبريال ته وويل:
چې دغه بې پيلوټه الوتکه نن سهار دپنجوايي ولسوالۍ په ده بالا سيمه کې راغورځيدلې ده .
ده زياته کړه چې افغان امنيتي ځواکونو له پيښې وروسته ساحه کلابنده کړه اودايساف ځواکونودالوتکې پاتې شونې له ساحې څخه وليږدول .
تراوسه پورې ددغې الوتکې درا لويدو دعلت په باب جزئيات نه دي ترلاسه شوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ