امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
درې تنه  وسله وال طالبان پرون  دبدخشان ولايت  په ارګو ولسوالۍ کې  ووژل شول .
د ٢٠٩شاهين قول اردو دمطبوعاتو مرستيال  جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي  دارګو ولسوالۍ دسپين ګل په ساحه کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې  ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دغه راز  څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول  او يوه پيکا او يو کلاشينکوف ترلاسه شوي او د ارګو ولسوالۍ دسپين ګل ساحه  ددښمنانو له شتون څخه پاکه شوه .
  ده زياته کړه چې دارګو ولسوالۍ  دنورو ناامنو ساحو دپاکولو لپاره  عمليات دوام لري .
  ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او پوځيانو ته  زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته