واشنګټن– باختر دمرغومې ١٩ :
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما پرون ناوخته سناتور چک هيګل ددغه هيواد د دفاع دوزير او دامريکا دتروريزم ضد چارو سلاکار جان برينن داستخباراتو دسازمان سى- آى-اى دنوي رييس په توګه کانديدکړل.
ويل کيږي د اوباما دجمهورى رياست په دويمه دوره کې دده دغه دوه ټاکنې دخبرو وړ وې.
چک هيګل چې پخواني جمهوريت غوښتونکي سناتور دى دکانګرس دجمهوريت غوښتونکو له خوا ترانتقاد لاندې دى چې ګنې داسراييلو پرضد دى او دايران په وړاندې نرم سياست لري.
جان برينن چې د سي- آى- اى سابقه لرونکى غړى دى پنځه ويشت کاله يې ددغې ادارې غړيتوب لرى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ