ټولنه

تبصــــره :

کابلباختر د اسد١٣
دقران عظيم الشان د نازليدو لسيزه په داسې حال کې د اسلامي ټولنو له خوا نمانځل کيږي چې دغه آسماني کتاب د بشريت د لارښود اوقانون په توګه ځانګړى ځاى لري او په هغو دمنګولو لګول اودقرآن پيروي له شک پرته انسانان له ذلت او بيوزلۍ څخه ژغوري او يوه سالمه ټولنه بشريت ته سپاري
د باخترآژانس مبصر ليکي  :
د روژي مبارکه مياشت د قرآن عظيم الشان د نازليدو مياشت بلل کيږي لوي خداى (ج) په دې مبارکه مياشت کې د قران په نازلولو سره بشريت ته قانون ور په برخه کړ چې له ذلت اوبيوزلۍ څخه د هغوى دخلاصون سبب شو ، توحيد او خداى پالنه يې ترويج کړه قرآن د يو بشپړاو اسلامي کتاب په توګه د بشريت د ژوندانه ټول اړخونه  وټا کل او اسلام يې د يو بشپړ دين په توګه تبارز کړ ،قرآن له باطل څخه حق جلاکړ او پيروان او اسلا مي امت يي د ښيګڼو رعايتولو او له بديو څخه د لري والي امر او نهي کړى دى .
قرآن انسانان ساده او آسان ژوندا نه  ته رهنمايي کړل او له تاوتريخوالي او ناخوالو څخه دتيريدو لاره يې مشخصه کړه او د لوي خداى (ج) له خوا يې داسلام د مبين دين په ساتنې باندې دتاييد مهر ولګاوه او په پاى کې داسلام مبين دين يې دآخرت تلپاتې  اونړيوال دين په توګه معرفي کړ قرآن دانسان دشتون  ټول اړخونه  اومادي او معنوي اړتيا وې يې څيړي او انسان د ې ته هڅوي چې دنيوي او اخروي نيکمرغي ته د رسيدو لپاره پروګرام جوړ کړي
داسلام د مبين دين بشپړ هر اړخيز والي او کمال د قرآن عظيم الشان په مبارکو آيتونو کى تعبير ،تفسير او تاييد شوى دى  .هغه څه چې نن ورځ د اسلامي ټولنو په ګډون بشري ټولني دستونزو په توګه شا هدانې دي له قرآن او له اسلا مي او الهي حکمونو څخه لرې والى دى  .
په مادياتو د منګولو لګول او له معنوياتو څخه لرې والي د دې سبب شوى دى چې يو زيات شمير مسلمانان سختې  ورځې تيرې کړي نن ورځ اسلامي ټولني له بل هر وخت څخه زيات په تقبل اودريځونو کې دي دغې مسئلې دبهرنيو کړيو دلاسوهنې زمينه برا بره کړې ده اوله اسلام څخه په بهرنيو دايرو دمسلما نانو دتړلتيا سبب شوي دي سره له دې چى په قرآن کي دبشپړ آسماني اودبشريت د لارښود کتاب په توګه د هري ستونزې لپاره د حل لاره شته له بده مرغه مسلمانان د داسې تاو تريخوالي ښکار کيږي چې داسلام په نا مه تر سره کيږي چې ښيې داسلام له دايري څخه بهر مغرضي ټولني داسلام د مبين دين د بدنامي اودمسلما نا نود بربادي لپاره فعالي دي .
دغو ناخوالو له بلې هرې ټولنې څخه زيات افغاني ټولنه له ستونزو سره مخامخه کړي ده ، نن ورځ د مسلمانو افغانانو وينه د هغوکسا نو له خوا توييږي چى د قرآني آيتونو اوحکمو نو په باب خپل تعبير او تفسير لري او زياتره د اسلام په باب ناوړه تعريف کوي
دوي دځانمرګي بريد او چاودني په نا مه د مسمانو افغانانو وژنې ته دينې صبغه ورکوي په داسې حال کې چې قرآن د نفس وژنه په هر نامه چي وي جايزه نه بولي او خپلوپيروانو ته حکم کوي چې له بې موجبه او بې دليله وژنې څخه چې شرعي مرجع او الهام ونه لري ، ډډه وکړي
له بله پلوه موږ نن په خپله ټولنه او په نورو اسلامي ټولنو کې دمادياتو دپراختيا شاهدان يودځينو اشخاصو ګټي غوښتنې په هېواد کې د بيوزلۍ دپراختيا سبب شوي دي په سوداګري او راکړه ورکړه کې ګران پلورنه او بيځايه استفاده او احتکار له قرآني حکمونو او لارښونو څخه جدي سرغړونه ده چې بايدد يو مسلمان په تو ګه يې په پام کي ونيسو . دغه راز قرآن په اسلام کې غوره والي يوازې په تقوا او ايمان کې بللى اودعرب او عجم ترمنځ هيڅ توپيرنه مني په داسې حال کې چې نن ورځ زموږ په ټولنه کې داسې اشخاص او افراد شته چې دسمتي اوسليقوي لوړتيا غوښتنې په لټه کې دي چې دا له دينې او قرآني حکمونو او مقرراتو څخه يوه بله سرغړونه ده او نورې ستونزې ددې څرګندوى دي چې له قرآن او له الهي حکمونو څخه لري والي ناروغه ټولنه را منځته کړي ده ددغې ناروغۍ علاج اودرملنه قرآني نسخه او سپارښتنه غواړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته