فرهنګ

دنيمروز له زرنج ښار څخه څه دپاسه سل لرغونې اثار راټول کړى شول .

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
دنيمروز داطلاعاتواوفرهنګ رياست پرون څه دپاسه سل لرغونې اثار ددغه ولايت دمرکز له پلورنځيو څخه راټول کړل .
دغه اثار په غير قانوني ډول پلورل کېدل .
دنيمروز داطلاعاتواوفرهنګ رييس غلام نبي  حسن باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت دملي امنيت رياست امنيه قوماندانۍ او څارنوالۍ  په همکارى يوشمېر تاريخي او لرغونې اثار  چې په غير قانوني ډول دزرنج ښار په انتيک پلورنو  کې پيرودل کېدل او پلورل کېدل راټول کړل .
هغه زياته کړه چې دغه اثار  په ډير لنډ ممکن وخت کې دنيمروزداطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې ثبت اوراجستر  کېږي .
په زرنج ښار کې يوشمېر دغو انتيک پلورونکو له خپلودوکانونو څخه دتاريخي او لرغونو اثارو له راټولولو سره مخالفت وکړ اوويې ويل چې راټول کړى شوي اثار لرغوني نه دي او دانتيک وسايلو يوه برخه ګنل  کېږي .
  يوشمېر نور دوکانداران هم وايي چې دغه اثار ددوى څوکلنه پانګه ده او دولت بايد ددوى له دوکانونو څخه ددغو اثارو په راټولولو اقدام نه واى کړي  .
دنيمروز داطلاعاتو اوفرهنګ رييس وايي چې اساسي قانون او دلرغونو اثارو دساتنې قانون موږ ته اجازه راکړې ده چې په غير قانوني ډول . دتاريخي اثارو دپيرودنې او پلورنې  مخه ونيسو .
دغه اثارو زموږ ملي پانګه اوهويت دى او بايد په دولت کې ثبت اوراجستر شي هيڅوک نه شي کولاى هغه دقاچاقو په ډول وپېري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته