امنیت

په کندز کې د جنايي جرمونو په اړوند شپږ تنه ونيول شول

کندز/ باختر د ليندي اوولسمه :
د کندز پوليسو په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو په اړوند شپږ تنه ونيول .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوى مدير سمونوال ويس الدين تلاش باخترآژانس ته وويل  چې ددغې ادارې منسوبانو شپږ تنه  د غلا،  وژنې او ټپي کولو په اړوند له سببونو او مدارکو سره د کندز ښار په مربوطاتوکې ونيول .
  تلاش زياته کړه چې له نيول شويوکسانو سره يو يې د يوه ويتس ډوله موتر دغلا په قضيه کې د لاس لرلو په اړوند د پوليسو له خوا د کندز ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتوکې لاس په لاس ونيول شو.
   ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته