امنیت

دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښارکې د بم د چاودنې له امله يوتن ووژل شو اوشپږ تنه نورټپيان شول

کابلباختر دسنبلي٢١
دلوګر ولايت دمرکز پل علم په ښارکې د بم د چاودنې له امله يو بولاني پلورونکى تنکي ځوان شهيد او دملي اردو د دريو تنو سرتيرو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخواکې په پل علم ښارکې دکابل بانک نمايندګى ته څېرمه رامنځته شوه چې د ملي اردو سرتيرى په بولاني خوړلو بوخت و.
ويل کيږي چې بم ددغه بولاني پلورونکى کراچي ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و او د اردو د سرتيرو د راټوليدو په وخت کې له لرې واټن څخه چول شوى دى.
دلوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رييس خان صادق باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو تنکي ځوان شهيد او د ملي اردو د دريو تنو سرتيرو په ګډون شپږ تنه نورټپيان شول.
عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې يو بولاني پلورونکى تنکي ځوان شهيد او د ملي اردو درې تنه سرتيري او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې دلوګر ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکترظريف نايب خيل وايي چې ددغې پيښې دوه تنه ټپيان چې روغتيايي حالت يې ښه نه دى؛ د درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي.
په لوګر ولايت کې سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي او وايي چې د امنيتي مامورينو له خوا د دغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته