خبرونهامنیت

په پروان کې دوه تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د تلې٣ مه، باختر

د پروان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې يې دوه تنه د موټرو د غلا په تور نیولي دي.

د پروان د امنيي قوماندانۍ مطبوعاتي آمر باختراژانس ته وویل چې ۲ کسانو غوښتل یو سراچه ډوله موټر له کابل څخه شمالي ولایتونو ته وتښتوي چې په پروان کې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

هغه وویل چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د يو بل خبر له مخې؛ د هرات امنيتي ځواکونو يو تن  د يو موټرسايکل د غلا په تور نیولی.

نيول شوي کس هم په خپل جرم اعتراف کړى دى.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا