امنیت

په قندهار کې یو مړی موندل شوی دی

– کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
د قندهار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې په یوې باطل دانۍ کې یو مړی موندل شوی دی چې ویل کېږي په مرموز ډول وژل شوی؛ خو هویت یې نه دی څرګند.
د قندهار امنیې قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د پېښې نور جزئیات به وروسته شریک شي.
په ورته وخت کې ناپېژاندو وسله والو نن د قندهار ښار د نهمي حوزې په مربوطاتوکې د نور علي په نوم د هلمند د یوې پوستې قوماندان شهید کړی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته